تازه خبرونه

امریکا دې د افغانستان د سولې پر بهیر بیا غور وکړي – سرور دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۹, ۱۳۹۹)

د ولسمشر اشرف غني دوه یم مرستیال سرور دانش د امریکا له نوي ولسمشره غوښتي، چې له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې پر وهل شوي پړاو له سره غور وکړي.

په قطر کې د خپلمنځي خبرو پرمختګ نه تر سترګو کیږي؛ خو په امریکا کې نوی حکومت واک تر لاسه کوي، چې ښایي پر افغان سوله او خپلمنځي خبرو اغېز راڅرګند کړي.

د افغان ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش څرګنده کړې؛ راتلونکی ولسمشر باید له طالبانو سره د سولې پر وهل شوي پړاو له سره غور وکړي، چې د سولې په لاره کې رامنځته شوې ستونزې له مخې لرې شي. دانش وايي، طالبان په خبرو کې نرمښت نه ښيي او جګړې ته یې زور ورکړی دی.

سرور دانش په ډاګه کړې؛ د امریکا او طالبانو د سولې راوستو هوکړه هیڅ قانوني او حقوقي بنسټ نلري، چې په باور یې بیا کتنې ته جدي اړتیا لري.

دانش په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتولو پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچوي او وايي، چې له زندان څخه خوشي طالبان بېرته د جګړې سنګرونو ته ستانه شوي دي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې رامنځته کولو له هوکړې وروسته حکومت پېنځه زره پېنځه سوه طالب زندانیان پریښودل، چې د ښاغلي دانش په وینا؛ دغه طالبان زیاتره بېرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي دي.

سرور دانش زیاته کړې، چې افغان حکومت چمتو ندی، چې له طالبانو سره د هغې هوکړې له مخې خبرې وکړې چې امریکا او طالبانو په خپلو منځو کې لاسلیک کړې.

دانش ټینګار کوي، چې د کابل اعلامیه او د مشورتي لویې جرګې پرېکړه به د خپلمنځي خبرو بنسټ وي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سعادت نادري په دې اړه ویلي؛ د دوحې په هوکړه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم ندی راغلی او نه مونږ کولی شو، چې په قانوني او حقوقي توګه یې د خبرو بنسټ وګرزوو. له همدې کبله مونږ د خبرو له ځنډ سره مخ شوي یو.

په دوحه کې د خپلمنځي خبرو لپاره د کړنلارې پر جوړولو خبرې له ستونزو سره مخ شوي او له دوه میاشتو راپدیخوا په دې اړه د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایدن له بریا وروسته ویلي؛ دوی هیله لري، چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به د دوحې هوکړه ومني.

Trending

Exit mobile version