سوداگري
امریکا دې د افغانستان د شتمنیو خپلواکه کېدل ومني – لاریونکوونکي
د کابل ښار په سلګونه اوسیدونکیو په یوه لاریون کې د افغانستان د نهه نیم میلیارد دالرو شتمنیو پر خپلواکه کېدو ټینګار څرګند کړ.
سلګونه کابل ښاریانو( امریکا دې ژر تر ژره د افغانانو نهه میلیارد کنګل شوې شتمني آزاده کړي) تر شعار لاندي د امریکا د وروستۍ پرېکړې، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالر به په سویس کې د جو بایدن پر فرمان یوه نوي جوړ شوي صندق ته وسپارل شي؛ په غبرګون کې لاریون پراخ لاریون ترسره کړ.
دغو لاریونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو حق دی او باید د افغانستان بانک ته وسپارل شي.
لاریونکوونکیو د نړۍ د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو وغوښتل، چې پر امریکا فشار راوړي او د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده او خپلواکه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا لخوا د افغانستان د څه کم لس میلیارد دالرو شتمنۍ له کنګل کیدو وروسته په هېواد کې اقتصادي ناورین پېښ شوی او میلیونونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
لاریون کوونکي واحد الله توحیدیار څرګنده کړې؛ زمونږ د نني لاریو موخه داوه، چې امریکا باید زمونږ کنګل کړې شتمني بېرته آزاده کړي؛ ځکه زمونږ ولس له بشپړ فقر سره دی.
لاریون کوونکي مدثیر په ډاګه کړې: امریکا دې زمونږ کنګل شوې شتمنۍ بېرته افغانانو ته وسپاري؛ دوی اوس هم ظلم کوي، د افغانانو اقتصادي ستونزې زیاتي دي او باید د دوی پانګه ورته ورکړ شي.
لال آغا امیري وایي: مونږ لاریون کوونکي نړیواله ټولنه دې د افغانانو شتمني افغانانو ته وسپاري، چې اوسنی اقتصادي بحران مدیریت شي او زمونږ شتمني زمونږ هېواد ته راشي.
د دوی په خبره امریکا له خپلو بندیزونو سره په افغانستان کې اقتصادي بحران رامنځته کړی.
دغه راز د چین بهرنیو چارو وزارت او په امریکا کې د روسېې سفارت چارواکو د افغانستان بانک د ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالرو د ساتنې لپاره په سویس هېواد کې د صندوق د جوړېدو په غبرګون کې وایي، واشنګټن باید د افغانستان شتمنۍ په بشپړه توګه آزاده کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هواچون ینګ وایي: امریکا باید د افغانستان د بیارغونې لپاره خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي او د افغانستان کنګل کړې شتمني باید بېرته افغانانوته ورکړ شي.
په امریکا کې د روسیې سفارت سویس ته د افغانستان بانک د شتمنۍ د یوې برخې لیږد د نه منلو وړ اقدام بللی او ویلي یې دي، چې د امریکا لخوا له افغانستان اسلامي امارت سره هم د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې په آزاد ېدومذاکرات یو ځان غوښتونکی عمل دی.
دغه سفارت زیاته کړې، چې د افغانستان خلک دا مهال د یو بې ساري اقتصادي ناورین سره مخ دي، چې د امریکا داسې کړنې یوازې وضعیت نور هم خرابوي.
روسیې د امریکا له حکومت غوښتي، چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمنۍ په بشپړه توګه آزادې کړي.