سوداگري

امریکا دې د افغانستان شتمني افغانانو ته وسپاري – چينايان

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۰)

چینايي رسنیو خبر ورکړی؛ څه باندې ۴۱۰ زره چینايي انټرنیټ کاروونکیو یو لیک لاسلیک کړی او له امریکا یې غوښتي، چې د افغانستان شتمنۍ افغانانو ته وسپاري.

له دې مخکې هم چینايي چارواکو د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا پر چلند نیوکه کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي جانګ جون ویلي: د نورو پر پیسو خېټه اچول کوم بشپړه سخاوت ندی، بلکې دا یوه خبره ده؛ د نورو پیسې نیمایي کول ډالۍ نه، غلا ده.

د چین استازي له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د افغانستان د شتمنیو په بېرته راګرځولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې: دا تر ټولو ساده حقیقت دی. هغه کار، چې امریکا ترسره کړی؛ نه قانوني دي، نه عقلي او نه هم انساني.

دغه چینايي ډیپلوماټ په ډاګه کړې؛ د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا هڅه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

هغه زياته کړه، نړيواله ټولنه بايد افغانستان ته د اقتصادي نظام د پياوړتيا لپاره ډېرې نغدې پیسې ورکړي.

هغه دا هم ویلي، چې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه باید ژر تر ژره لرې شي.

د چین سفیر ټینګار کړی: افغانستان ورو – ورو تلپاتې سولې او ثبات ته رسېدلی شي؛ ترهګري له منځه وړلی او افغان میرمنې او ماشومان یوازې له همدې لارې ښه پرمختګ ته کولی شي.

Trending

Exit mobile version