تازه خبرونه

امریکا دې د افغانستان پر هوایي حریم له تېري دډه وکړي – ا.ا

Published

on

اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې که واشنګټن د افغانستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو الوتنې  ژر ونه دروي؛ له منفي عواقبو سره به مخ شي.

امریکا په دې اړه لا تر اوسه غبرګون ندی ښوودلی؛ خو مخکې یې ویلي وه، چې د افغانستان په خاوره کې د داعش او القاعده پر ضد د بریدونو لپاره له اسلامي امارت سره همغږۍ ته اړتیا نه ویني.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو څه باندې یوه میاشت وروسته اوس هم ویل کیږي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې الوتنې لري.

اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې دا د افغانستان له هوایي حریم سرغړونه بولي او وایي، چې امریکا له دې کار سره ټول حقونه، نړیوال قوانین او د دوحې هوکړه نقض کړې ده.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: امریکا په افغانستان کې له بې پیلوټه الوتکو څخه پر ګټه اخیستنې ټول حقونه او نړیوال قوانین او دا راز له طالبانو سره د دوحې هوکړه نقض کړې ده. مونږ له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له امریکا څخه د داسې تعامل غوښتونکي یوو، چې ټول نړیوال قوانین په کې رعایت شوي وي، چې له منفي عواقبو یې مخنیوی وشي.

د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون غړی انعام الله سمنګاني ویلي؛ امریکا باید د افغانستان پر هوایي حریم له تېري لاس واخلي، چې له بدو پایلو یې مخه ونیول شي.

که څه هم اسلامي امارت وعده کړې، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي؛ خو امریکایي ځواکونو ویلي، چې دوی له لرې څخه د افغانستان د څارلو وړتیا لري، چې ترورستي ډلې ونشي کولی له دې خاورې څخه د امریکا پر وړاندې بریدونه وکړي.

د امریکا د پوځ د سترو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي ویلي: د دې شونتیا ډېره ده، چې په  افغانستان  کې بیا سر راپورته او امریکا ته ګواښ رامنځته کړي؛ خو مونږ امریکا او امریکایان له دغه راز ګواښونو ژغورو.  

ویل کیږي، چې امریکا او اسلامي امارت  دواړه د داعش خراسانۍ ډلې ته د دښمن پر سترګو  ګوري، چې په دې اړه یې همکارۍ له شونتیا لرې نده.

د امریکا څارګرو الوتکو تېره میاشت د وتلو پرمهال په ننګرهار او کابل کې دوه خونړي بریدونه تر سره کړل، چې یوازې په کابل کې یې د یوې کورنۍ لس غړي ووژل؛ خو تېره اوونۍ یې خپل دا برید پوځي تېروتنه ونوموله.

Trending

Exit mobile version