نړۍ
امریکا دې د ایران د بندو ۱۰ میلیارډ ډالرو شتمنیو د آزادولو نیک نیت څرګند کړي
رویټرز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ که امریکا په خپله اراده کې رښتینی وي؛ نو باید لږ تر لږه د ایران د بندو ۱۰ میلیارډ ډالرو شتمنیو په اړه دې خپل نیک نیت څرګند کړي.
رویټرز د شنبې پر ورځ د تلې لسمه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امریکایي چارواکو تېره میاشت د اټومي خبرو د بیا پیل په اړه د بحث د پیلولو لپاره هڅه کړې؛ خو هغه ټینګار کړی، چې واشنګټن باید د ښه نیت د نښې په توګه لومړی د تهران د ۱۰ میلیارډ ډالرو کنګل شوې شتمني آزاده کړي.
ایران له امریکا سره د اتومي تړون په اړه مخامخ خبرې رد کړي، چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په جون میاشت کې درول شوې دي.
د یاد راپور له مخې؛ امریکا تېره میاشت په ملګرو ملتونو کې د منځګړیو له لارې د اړیکو نیولو هڅه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان په دې اړه دولتي ټلویزیون ته ویلي؛ ایران نشي کولی د خپلو شتمنیو په لسګونه میلیارډ ډالر، چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوي ترلاسه کړي او امریکا هم په دې اړه له ایراني ګټو مخ اړولی دی.
نوموړي زیاته کړې: دوی نه غواړي د ایراني ملت اړوند لس میلیارډ ډالر آزاد او زمونږ ملي ګټو ته پام راواړوي.
امیرعبدالهیان ویلي، چې ایران به ژر په ویانا کې ځنډیدلي اټومي خبرو ته راستون شي؛ خو د نېټې په اړه یې څه ندي ویلي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ایرانيو او لویدیځو چارواکو ویلي، چې د تړون له بیا پیلیدو مخکې به ډېرې مسلې حل شي.