سیمه ییز خبرونه

امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه

Published

on

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.

ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.

دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.

اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسله‌والې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version