نړۍ
امریکا دې د روسیې سره کرښه نه هېروي – سرګی لاوروف
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چارشنبې پر ورځ کیف ته د اف – ۱۶ جیټ الوتکو د سپارلو د شونتیا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ، چې د واشنګټن چلند د روسیې له سرې کرښې تېر شوی دی.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکي کې امریکا اوکراین ته اوږده واټن ویشتونکي توغوندي یا امریکایی جیټ الوتکې سپاري، چې ممکن د روسیې په نښه کولو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه په دې اړه د مسکو ګواښونه نور هم زیات شوي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چارشنبې پر ورځ کیف ته د اف – ۱۶ جیټ الوتکو د سپارلو د شونتیا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ، چې د واشنګټن چلند د روسیې له سرې کرښې تېر شوی دی.
لاوروف همداراز زیاته کړې، چې هېواد یې د خپلو سرو کرښو په اړه ډېر جدي دی او له هغې د تېرېدو اجازه نهورکوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر دا ومنله، چې واشنګټن له روسیې سره د “دوه اړخیزه همکارۍ” احساس له لاسه ورکړی او خبرداری یې ورکړ، چې دا یوه “ډېره خطرناکه مسله” ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم د چارشنبې پر سهار خبرداری ورکړ، چې که اوکراین د روسیې پر خاوره پراخ برید وکړي؛ د شمالي اټلانټیک د تړون ټولنې (ناټو) غړي هېوادونه به د مسکو له «بېړني او دردناک غبرګون» سره مخ شي.
زاخارووا همداشان د ختیځې اقتصادي غونډې په څنډه کې یوې خبري ناستې ته دا هم ویلي: د اروپايي ټولنې سیاستوال د کړکېچ د زیاتېدو د خطرونو په اړه ان خپلو ګټو ته فکر نکوي.
روسیې په دې وروستیو کې ټینګار کړی، چې پر لویدیځو وسلو د برید د مخنیوي لپاره به پرېکنده ځواب ورکړي.
هغې دا اعلان هم وکړ، چې د اتومي وسلو د استعمال د شرایطو په اړه په پوځي اصولو کې د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره چمتووالی روان دی.
د روسیې دا اخطارونه په وروستیو اوونیو کې له هغې وروسته زیات شول، چې د انګلستان او ندرلینډ په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو اعلان وکړ، چې د روسیې د پر نښه کولو لپاره اوکراین ته د ورکړ شویو وسلو په کارولو کې کوم خنډ نهویني.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې چارواکي جوزپ بورل هم تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د روسیې پر ضد برید مشروع وباله.
د یادولو ده، چې ځینو امریکايي سرچینو کیف ته د اوږده واټن ویشتلو کروز توغندیو د استولو له شونتیاهم یادونه کړی ده.
