تازه خبرونه

امریکا دې د لاسلیک شوي تړون ژمنو ته غاړه کېدي – طالبان

Published

on

طالبانو له امریکا غوښتي، چې له لاسلیک شوي تړون سره سم خپلو اړوند ژمنو ته غاړه کېدي؛ پرته له دې به د سولې بهیر زیانمن شي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د دوحې تړون د لومړۍ کلیزې( د کب ۱۰) په مناسبت ویلي؛ دوی په دې تړون کې راغلیو ټولو ژمنو ته ژمن پاتې دي او هغه د روان کړکیچ د حل او سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار بولي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغنی برادر ویلي؛ که د دوحې ټړون پلی شي، سوله به راشي او اسلامي حکومت به هم حاکم شي.   

طالبانو له واشنګټن غوښتي، چې امریکا دې په افغانستان کې د سولې راوستو د لاسلیک شوي تړون له مخې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشې کول او له تورنوملړه د دوی د نومونو لرې کول له پامه نه غورزوي.

طالبانو ویلي؛ دغه تړون، چې یو کال مخکې د قطر په دوحه کې د افغانستان له حکومت له ګډون پرته د نړۍ د یوشمېر ښکېلو هېوادونو د استازیو تر څارنې لاندې د طالب او امریکایي استازیو تر منځ لاسلیک شو؛ سرغړونه ترې د سولې ټول بهیر له منځه وړي.

طالبانو څرګنده کړې؛ د افغانستان د خبرو اترو د روان بهیر ګړندي کولو لپاره باید عملي ګامونه پورته شي؛ ځکه د دوحې تړون افغانستان ته د سولې او امنیت د راوستو لپاره یو عملي چوکاټ رامنځته کړی او که کومه بله لاره د بدیل په توګه تعقیب شي، نو دا به د بهیر بریا نه، بلکې ناکامي وي.

طالبانو ادعا کړې، چې د دوحې تړون پربنسټ یې د عملیاتو په کچه کې د پام وړ کموالی رامنځته کړی؛ پر ولایتونو پراخ بریدونه ندي شوي؛ خو بلې خوا په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ندي ترسره کړي، ځکه بمبارډ، ډرون بریدونه او ځانګړي عملیات روان ساتل شوي، چې تر ډېره د ملکي وګړیو د زیان او د تاوتریخوالي د کچې د لوړېدو لامل کیږي.

طالبانو د موخه ییزو بریدونو او وژنو مسوولیت ندی منلی؛ خو دغو بریدونو په تېرو څو میاشتو کې هېواد له ستر امنیتي کړکېچن سره مخ کړی دی.

د طالبانو اعلامیه یوازې درې ورځې وروسته له هغې خپریږي، چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مک کینزي وویل؛ امریکا اوس هم د تاوتریخوالي کچه ګوري، چې ډېره لوړه ده.

هغه زیاته کړې: زه پر طالبانو تور پورې کوم، چې پر افغان چارواکو وژونکي بریدونه او موخه ییزې وژنې یې روانې دي؛ خو د تاوتریخوالي زیاتېدل د دې لامل شوي، چې حکومت د خپل ځان د ساتنې لپاره خپل دفاعي عملیات پیل کړي. په داسې حال کې، چې د تاوتریخوالی کچه دواړو لوریو ډیره لوړه کړې ده.

مک کینزي ټینګار کړی؛ داسې هیڅ نښه نشته، چې طالبانو له القاعده سره اړیکې پرې کړې وې. لکه څنګه، چې د امریکا او طالبانو په تړون کې یې غوښتنه شوې ده.

د سې شنبې پر ورځ( د کب ۵) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د سپټمبر په میاشت کې د سولې د خبرو له پیل راپدیخوا په افغانستان کې د ملکي وګړیو په وژلو او ټپي کیدو کې زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو پر دغه راپور کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې: مونږ د ناسمو معلوماتو پراساس دا ډول نیمګړتیاوې نلرو او راپور یو اړخیز خپور شوی دی.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو په خپلو لیکو کې پر بهرنیو جنګیالیو د بندیږ لګولو غږ وکړ او دا یې هم ویلي، چې بهرنیو جنیالیو ته پناه ورکوونکي به مجازات هم شي.  

Trending

Exit mobile version