تازه خبرونه
امریکا دې د ویزو د محدودولو پر پرېکړه له سره غور وکړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ویزو په ورکړه کې د نویو محدودیتونو لګولو په غبرګون کې دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۲۰ ) په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ دامریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه په داسې حال کې خپریږي، چې د دواړو لوریو لوړ پوړیو چارواکو روانه اوونۍ په دوحه کې پر ګڼو مسایلو خبرې کړې دي.
بلخي زیاته کړې؛ امریکا باید په دوحه کې وروستیو خبرو ته پر پاملرنه مثبت ګامونه پورته کړي او په عمل کې وښيي، چې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل غوښتونکي دي.
بلخي وايي: دا ډول پرېکړې پر دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز کوي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند دا هم وئيلي، چې اختلافي مسئلې دې له ديپلوماتيکو لارو اوارې شي او داسې پرېکړې، چې د دواړو لوريو په ګټه نه وي؛ بايد پرې له سره غور وشي.
د سې شنبې پر شپه ( د تلې ۱۹ ) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انتوني بلینکن د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ واشنګتن باور لري، چې دوی پخپلو پالیسیو او محدودیتونو له لګولو سره د ښځو وړتیاوې، د کار غوراوی او د عمل او بیان د آزادۍ پر وړاندې خنډونه اچولي دي.
د امريکا حکومت د اسلامي امارت د اوسنيو او پخوانيو چارواکو او نورو هغو کسانو، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې په تاوتريخوالي کې مستقيم او نامستقيم لاس لري؛ امريکا ورته د ويزو پر ورکولو بنديز لګولی دی.