تازه خبرونه
امریکا دې له افغانستان سره مرستې ودروي – مایک براون
د دې رسنۍ په څرګندونو کې راغلي؛ دا غوښتنه له هغې وروسته شوې، چې د اسلامي امارت لاس ته د امریکا د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو مرستې پر احتمالي غورځېدا خبرې راپورته شوې.
د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ یوه امریکایی سناتور د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څخه غوښتي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې ودروي.
د دې رسنۍ په څرګندونو کې راغلي؛ دا غوښتنه له هغې وروسته شوې، چې د اسلامي امارت لاس ته د امریکا د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو مرستې پر احتمالي غورځېدا خبرې راپورته شوې.
دوه ورځې مخکې د امریکا د مشرانو جرګې غړي مایک براون، انټوني بلینکن ته په یوه لیک کې دا راپور خطرناک بللی او له هغه یې غوښتي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې دې ژر تر ژره ودرول شي.
له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د عمومي پلټونکي دفتر (سیګار) خبر ورکړی و، چې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکا د ۲۹۳ میلیون ډالرو مرستو د څرنګوالي په اړه څه نشي ویلی.