سوداگري

امریکا دې پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسوي – چین

Published

on

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه د مرغومي ۲۰) له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې او خپل یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین دا څرګندونې د افغانستان د لومړي وزیر د مرستیال ملا عبدالغني برادر د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې وایي د واورې او باران له پیلېدو سره خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ملا برادر زیاته کړې: سره له دې، چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي؛ خو پر افغانانو د اشغال او نیواک اغېزې پاتې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي: مونږ له امریکا غواړو، چې د خپلو سترو تېروتنو ځواب ووايي، خپل نړیوال مسوولیتونه پر غاړه واخلي او ژر تر ژره پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.

نوموړي پر امريکا غږ کړی، چې د افغانستان پر ټپونو دې د مالګې دوړولو پر ځای دې افغانانو ته د اوښتو زيانونو د جبرانولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version