تازه خبرونه
امریکا د اسلامي امارت ځینو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار په وړاندې د پرلپسې بندیزونو او محدودیتونو په غبرګون کې د اسلامي امارت پر ځینو مشرانو د ویزو بندیز لګولی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي؛ واشنګتن به د اسلامي امارت د مشرانو، اشخاصو او د کورنیو پر غړیو بندیزونه تر هغې روان وساتي، چې د دوی دا کړنې به د پام وړ قیمت ولري او له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې څومره خرابوي.
هغه ویلي؛ د اسلامي امارت له لوري د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د محدودولو له امله له یو میلیون څخه زیاتې نجونې او میرمنې له تعلیم څخه بې برخې او زیات شمېر ښځې بې روزګاره شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: مونږ دا اقدام کوو او دا محدودیت د طالبانو( اسلامي امارت) پر ځینو اوسنیو او پخوانیو غړیو، پر امنیتي ډلو او هغو کسانو لګوو، چې ګومان کیږي پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو مسوول دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې څرګنده کړې؛ مونږ د دوی د عملونو له مخې قضاوت کوو، ځکه دوی په ملګرو ملتونو کې ندي پېژندل شوي او مونږ دلته په امریکا کې ندي پېژندلي.
اسلامي امارت وايي، د بندیزونو لګول به د افغانستان د ستونزو په حل کې مرسته ونکړي او نړۍ باید خپله تګلاره بدله او افغانستان منزوي نکړي.
اسلامي امارت د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د بندیزونو زیاتول سمه پالیسي نده او د ستونزو په حل کې به مرسته ونکړي؛ ځکه له بندیزونو سره به افغانستان نور هم منزوي شي.
یو شمېر پوهانو ويلي، چې اسلامي امارت باید داسې پالیسي غوره کړي، چې داخلي ستونزې حل کړي او نړیواله ټولنه ورسره مثبت تعامل ولري.
د امریکا لخوا د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر نوي بندیزونه په داسې حال کې لګول کیږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د دیارلس چارواکو د سفر معافیت ندی تمدید کړی.