تازه خبرونه

امریکا د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل له اعلانه هرکلی وکړ

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خپلمنځي خبرو اترو د پیل له اعلان څخه هرکلی کړی، چې سبا شنبه د محرم الحرام ۲۴ / د وږي ۲۲ او د سپتمبر ۱۲ به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو شمېر هېوادونو د استازيو په ګډون پرانستل شي.

پومپیو تېره شپه په یوه خپره کړې اعلامیه کې په ډاګه کړې: د دې خبرو پیل د طالبانو او امریکا، امریکا او افغان حکومت د تاریخي هڅو پایله ده، چې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹ پرې هوکړه شوې ده.

ټولې خواوې کولی شي د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر له لارې تلپاتې سولې ته لاسرسی ومومي؛ داسې سوله، چې د افغانستان د ټولو برخو د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو په ګډون یو او بل وزغمي او  نظریاتو ته یې درناوی ولري.

پمپیو ریاته کړې؛ دا فرصت باید له لاسه ورنکړ شي؛ ځکه المریکا، زمونږ همکارانو او د خلکو قربانۍ او پانګونه د هیلو دغه شېبه رامنځته کړې ده.

هغه له مذاکره کوونکیو هم غوښتي، چې د خبرو اترو په بهیر کې رښتینولي، زغم او نرمښت وښیي.

پمپیو وایي؛ په دې اړه به د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه له نږدې وګوري او د غوښتنې په صورت کې امریکا ترې ملاتړ ته چمتو ده.

په پای کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل، چې خپلې ژمنې ته ژمن پاتې شي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه پر امریکا او د هغو پر متحدینو برید وکړي.

د نړموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس هغه وخت راغلی، چې افغانستان ته سوله راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې مایک پمپیو د سولې خبرو په درشل کې د قطر دوهې ته سفر کړی دی.

Trending

Exit mobile version