تازه خبرونه

امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو نیمایي د سپټمبر د ۱۱ قربانیانو ته ورکوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۰)

د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا په مالي ادارو کې د افغانستان بانک نیمې کنګل شوې شتمنۍ د سپټمبر د یوولسمې له پېښې ژوندي پاتې شویو کسانو ته ورکوي او نیمې نورې پر بشري مرستو لګوي.

په امریکا کې د افغانستان بانک ساتل شوې شتمنۍ د اووه میلیارډ ډالرو معادل دي، چې د زمري پر ۲۴ /  اګست پر ۱۵ د افغانستان د جمهوریت پلوي حکومت له نسکوریدو وروسته د واشنګټن لخوا کنګل شوې وې.

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د افغانستان اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ نړیوالې مرستې بندې شوې.

د دغه ډول عمل په پایله کې افغانستان او افغانان له ژور بشري ناورین سره مخ شو؛ خو بیا نړیوالو ټولنو خبرداری ورکړ، چې د دغه هېواد خلک له قحطۍ سره مخ کیږي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته چارواکو له غربي هېوادونو له حکومتونو سره  بېلابېلې خبرې اترې پیل کړې؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د نوي حکومت د پر رسمیت پېژندلو عملي پایله ترلاسه شوې ندي.

د اسلامي امارت استازي په داسې حال کې د افغانستان د پخواني حکومت د مالي سرچینو د خلاصون غوښتنه کوي، چې غربي دولتونو له اسلامي امارت غوښتي، چې بشري حقونو، بیان ازادۍ او د ښځو او نجونو د ښوونې او کارموندنې حق ته درناوی وکړي.

په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټ کې د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ضبط او تخصیص په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا لخوا دا کار د یو هېواد او ملت د انسانیت او اخلاقو د زوال ښکارندویي کوي.

ډاکټر نعیم زیاته کړې: د انسان په تاریخ او ژوند کې ناکامي او بریا عادي خبره ده؛ خو تر ټولو ستره او شرموونکې ماتې دا ده، چې یو هېواد له پوځي او اخلاقي ماتې سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version