تازه خبرونه

امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه خبرو ته ژمنه ده

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسمشر جوبایدن اداره به په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له موجودیت او د اسلامي امارت له بې خبرۍ سره سره د افغانستان بانک د بهرنیو شتمنیو د میلیاردونو دالرو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

رویترز څرګنده کړې، چې د افغانستان د سقوط شوي اقتصاد په ثبات کې د مرستې لپاره د نوښت د تعقیب پرېکړه د بشري ناورین په اړه د واشنګټن مخ په زیاتیدونکي اندېښنې پر ګوته کوي؛ ځکه ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د ژمي له رارسیدو سره به د هېواد نږدې ۴۰ میلیون وګړيو نیمایي سرخه له سختې لوږې سره مخ شي.

تېره میاشت رویترز راپور ورکړی و، چې امریکا په پام کې لري د افغانستان بانک میلیاردونه دالر په سویس کې یوه ډاډمن صندوق ته ولېږدوي، چې د افغان حکومت له لاسرسي پرته پر بشري مرستو ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو چارواکو د نوم د نښودلو پر شرط رویترز ته ویلي؛ د اګست پر ۱۱ د سي آی ای ډرون برید د القاعدې مشر الظواهري د هغه د کابل د خوندي کور په بالکون کې وواژه.

د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یو امریکایي چارواکي ویلي، چې اسلامي امارت او د افغانستان بانک چټک عمل نکوي.

ویل کیږي، چې امریکا نړیوال صندوق ته د افغانستان بانک د شتمنیو لېږدولو ته ژمنه ده او دا کار به بشري مرستې هم ډاډمنې کړي.

Trending

Exit mobile version