سوداگري
امریکا د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ آزادول بیا وځنډول
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ له هغې وروسته، چې په کابل کې یې پر الظواهري برید وکړ، نو دې مسئلې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو منفي اغېز وکړ.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي امریکايي رسنیو ته ویلي، چې د دوحې له هوکړې څخه د سرغړونې له کبله یې د افغانستان د شتمنیو د آزادولو پرېکړه ځنډولې او د مګړی به پر دې مسئله بحث نکیږي.
د امریکا حکومت له دې مخکې ویلي وه، چې د دې شتمنیو د نیمایي برخې پر خوشې کولو غور کوي، چې له افغان ولس سره د مرستې لپاره کار ترې واخیستل شي.
امریکایي چارواکي زیاتوي، سپینې ماڼۍ پدې کار کاوه، چې دا ۳.۵ میلیارد دالر د اعتماد وړ ځانګړې وجهي صندوق ته واچول شي، څو له یوې خوا افغانستان ته د بشري مرستو لپاره پیسې ورکړ شي او له بلې خوا یو شمېر یې د افغانستان بانک ته ورسېږي؛ خو پدې شرط، چې اسلامي امارت ډاډ ورکړي؛ چې دا پیسې په کومه برخه کې لګوي.
د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د اوس لپاره دا دواړه انتخابونه په لومړیتوب کې ندي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د وال ستریت ژورنال په ورځپاڼې کې دې راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو لپاره د ځانګړي وجهي صندوق د جوړېدو په برخې کې له نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار کولو کې ډېر پرمختګ وشو؛ خو د اسلامي امارت لخوا د دوحې له تړونه د ښکاره سرغړونې څرګندېدنه له دې ډلې ( اسلامي امارت) سره زمونږ تعامل له خنډ سره مخ شو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم، چې څو ځله یې د دغو کنګل شویو پیسو او نورو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره مخامخ خبرې کړي؛ د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته یې څرګنده کړې؛ امریکا د اوس لپاره د افغانستان بانک ته د دې شتمنې ورسپارل لومړيتوب نه بولي.
بل لوري ته بیا د اسلامي امارت مشرتابه له نړیوالې ټولنې څخه د متوازنو اړیکو د رامنځته کولو غوښتنه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ اسلامي امارت ټولې هغه ژمنې عملي کړي، چې د سیمي او نړۍ له هېوادونو سره یې کړې وې. اسلامي امارت له نړیوالو غواړي، چې په افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې او له اسلامي امارت سره د اړیکو پر پراختیا راوڅرخي.
اسلامي امارت له نړیوالي ټولني غوښتنه کړې، چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې کړي او د دوه اړخیز اړیکو پر بنسټ دې ګامونه واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي: مونږ د سیمې او ګاونډ هېوادونو په ګډون ټولې نړي ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه استعما لیږي. له سیمې او ګاونډ هېوادونو سره مو سوداګریزې اړیکې او اقتصادي بهیر روان ساتلی او نړۍ دې هم له افغانستان سره د تقابل پر ځای له تعامل کار واخلي؛ تحریمونه دې لرې کړي، ستونزې دې نه جوړوي او منفي نشرات دې نکوي. که ستونزې پراخه شي نه یوازې به د نړۍ رنګه بده شي، بلکې کرکه به ترې رامنځته شي. دوی باید له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.
د خصوصي سکتور غړي هم له امریکا غواړي، چې د افغانستان بانک پانګه دې آزاده کړي.
دوی وايي، د دې پانګې بندول افغانستان نور هم د اقتصادي بحران خواته بیايي او دا به په افغانستان کې اقتصادي ناورین نور هم ژور کړي. دوی له نړۍ او امریکا غواړي، چې له افغانستان سره د تقابل پر ځای د تعاملي سیاست لاره غوره کړي.
د صنایعو او کانونو خونې عمومي مشر شېرباز کمین زاده وایي: مونږ ګورو، چې دلته اوس هم نړۍ بېلا بېل رقابتونه او منفي فعالیتونه کوي. دوی دې له افغانستان سره له تعامل کار واخلي او د افغانستان بندې شوې پیسې دې آزادې کړي، چې د افغانانو ستونزې اوارې شي او اقتصادي نظام منظم شي.
بل لور ته اقتصادي کارپوهان هم د امریکا پر وروستي اقدام اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، چې که د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده نشي؛ نو ښايي افغانستان نور هم له ژورو اقتصادي کړکېچونو سره مخ شي. د دوی په خبره امریکا باید د افغانستان اقتصادي ستونزو د حل لپاره کنګل شوې پانګه آزاده کړي.
اقتصادي شنونکی سید مسعود وایي: د افغانستان اسلامي امارت په ګډون د افغانستان د ګنګل شويو پیسو د آزدولو لپاره چین، روس او د سیمي یو شمېر نورو هېوادونو هم له امریکا څخه د دې پیسو د آزادولو غوښتنه کړې ده؛ خو فکر کوم، چې د امریکا حکومت د دې پیسو د آزادولو لپاره کوم جدي پروګرام نلري. په داسې حال کې، چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
دا، چې د دې پیسو له نه خوشې کېدو سره به د افغانستان ولس او د افغانستان بانک له کومو ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان بانک مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.