تازه خبرونه
امریکا د افغانستان له زلزله ځپلیو سره ۵۵ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته کوي – بلینکن
امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) له لارې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې چارشنبې د مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې له زیانمنو خلکو سره د نږدې ۵۵ میلیون ډالرو بېړنۍ بشري مرستې چمتو کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا به افغانانو ته ، چې له اوږدمهاله کړاو سره مخ دي بېړنۍ مرستې چمتو کړي.
د امریکا له مالي ملاتړ برخمنو ونډوالو له دې طبیعي پېښې وروسته بېړنۍ روغتیایي مرسته ورسوله او ولسسمشر بایډن د نورو اړتیاوو د ارزولو لارښوونه کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اوس د ولسمشر بایډن د همدې لارښوونې په پایله کې د دغه هېواد د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې افغانستان سره د ۵۵ میلیون ډالرو پر ارزښت بېړنۍ بشري مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان دغه ولایتونه پوره یوه اوونۍ مخکې د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۱ درجې زلزلې ډېر مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړې دي.
د حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې په دې زلزله کې له ۱۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي، څه باندې ۳۰۰۰ ټپیان دي او همدا راز زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا دا زلزله ناورین نومولی او له زیانمنو خلکو سره یې د بېړنیو مرستو لپاره ۱۱۰ میلیون ډالر وغوښتل.
د دغې ادارې مشر رامز الاکبروف بي بي سي ته ویلي، زلزله ځپلیو ولسوالیو کې پراخه ویجاړي رامنځ ته شوې او هلته ۳۶۲ زره کسان بېړنو مرستو ته اړتیا لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت علامیه وایي د دوی دغو بېړنیو مرستو کې به د سرپناه وسایل، د پخلي لوښي، کمبلې، کالي، لمریز ګروپونه او د کور نور اړین وسایل شامل وي.
امریکا څرګنده کړې؛ له دې مرستې سره به په روان کال کې د دوی لخوا له افغانانو سره د ټولو ترسره شویو بشردوستانه مرستې کچه ۷۷۴ میلیون ډالرو ته ورسېږي.
دغه راز د څرګندونې ده، چې له امریکا مخکې چین، هند، پاکستان، ایران او ځینو خلیجي هېوادونو هم په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته مرستې لېږلې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ تویت وکړ، چې د چین په دوه الوتکو کې د ۸ میلیون ډالرو پر ارزښت مرستې رالېږلي، چې په کې کمبلې، البسه او نور اړین توکي شته دي.
زلزله ځپلي غوښتنه کوي، چې د کورونو او سرپناه په جوړېدو کې دې ورسره مرستو ته لومړیتوب ورکړ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی، چې په دې زلزله کې د کولرا خپرېدل د ځانګړې او جدي اندېښنې وړ دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رویټرز ته ویلي، خلک خوراکي توکو او پاکو اوبو ته سخته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې چارواکو د اوس لپاره درمل سمبال کړي؛ خو د هغو کسانو سمبالول به یوه ننګونه وي، چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاته کړې: مونږ له نړيوالې ټولنې، خلکو او بشردوستانه موسسو څخه غواړو، چې د خوراکي توکو او درملو په برخه کې له مونږ سره مرسته وکړي، ښايي ژوندي پاتې شوي کسان پر ناروغيو اخته شي؛ ځکه، چې د ژوند کولو لپاره مناسب کورونه او سرپناه نلري.
ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو اغېزمنو سیمو ته مرستې رسولي او په راتلونکیو ورځو کې به نورې مرستې هم ورورسيږي.
د تېرې سې شنبې د شپې زلزله د یوه لوی ناورین په توګه د اسلامي امارت لپاره یوه لویه آزموینه ده؛ خو
له زرګونه افغانانو سره مرسته هم د هغو هېوادونو لپاره یوه ستونزه ده، چې د افغانستان پر دولتي ادارو او بانکونو یې بندیزونه لګولي او مستقیمې مرستې یې پرې بندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ خوست او پکتیکا ته تللي پلاوي د خلکو د سرپناوو په رغولو کې د نغدي مرستې ژمنه وکړه.
