تازه خبرونه

امریکا د افغانستان په شمال کې د طالبانو سنګرونه بمبارد کړل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۰)

امریکایي ځواکونو د افغانستان د شمال په دوه ولایتونو کې د طالبانو سنګرونه بمبارد کړي دي.

فاکس نیوز د پنټاګون د یوه چارواکي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ په بغلان او کندوز ولایتونو کې د امریکا هوایي ځواکونو د طالبانو سنګرونه بمبارد کړي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په دغو هوایي بریدونو کې د طالب جنګیالیو نامعلوم شمېر کسان وژل شوي دي.

طالب ویاندویانو هم دغه خبر تائید کړی او د امریکایي ځواکونو دغه ډله ییزه وژنه یې غندلې ده.

طالبانو ګواښ کړی، چې دا ډول له تېروتنو ډکې کړنې د غبرګون لپاره لار اواروي.

د طالبانو په اعلامیه کې څرګنده شوې: نیواکګر باید خپل وتل په پام کې ولري، نه دې په جګړه کې ښکېل کیږي، نه دې د افغانانو غمیزه غځوي او د پایلو مسوولیت به یې هم پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له ټکني پیل راپدیخوا په ټول هېواد کې پراخ بریدونه پیل کړي، چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ او ان زرګونه خلک اړ کړي، چې پر ضد یې وسلې راپورته کړي.   

Trending

Exit mobile version