تازه خبرونه
امریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
دا ځنډ به د جنورۍ پر یوویشتمه پیل شي او د لاتینې امریکا هېوادونو لکه برازیل، کولمبیا او یوراګوای؛ د بالکان هېوادونو لکه بوسنیا او البانیا؛ د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش په څېر آسیایي هېوادونو او د افریقا، منځني ختیځ او کارابین ډېرو هېوادونو پر غوښتونکو به پلی شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره یې د کډوالۍ ویزو صادرول ځنډولي دي.
دا ځنډ به د جنورۍ پر یوویشتمه پیل شي او د لاتینې امریکا هېوادونو لکه برازیل، کولمبیا او یوراګوای؛ د بالکان هېوادونو لکه بوسنیا او البانیا؛ د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش په څېر آسیایي هېوادونو او د افریقا، منځني ختیځ او کارابین ډېرو هېوادونو پر غوښتونکو به پلی شي.
د بهرنیو چارو وزارت د مکتوب له مخې، چې رویټرز لیدلی؛ دا اداره د ټولو امریکايي ویزو غوښتونکو د “تر ټولو لوړې کچې تفتیش او تصدیق” ډاډمنولو لپاره د ټولو پالیسیو، مقرراتو او لارښوونو “بشپړه بیاکتنه” ترسره کوي.
په دې مکتوب کې، چې د امریکا استازولیو ته لېږل شوی راغلي؛ داسې نښې نښانې شته، چې د دې هېوادونو وګړو پخوا په امریکا کې له عمومي امتیازاتو څخه کار اخیستی دی.
په متن کې ټینګار شوي، چې د دې هېوادونو غوښتونکي “د عامه لګښت په لوړ خطر کې دي” او د سیمهییزو، ایالتي او فډرالي حکومت سرچینې کاروي.
دا کړنه، چې لومړی د فاکس نیوز لهخوا راپورته شوې؛ د امریکا سیاحتي ویزې لپاره د پليکېدا وړ نده او د امریکا د ۲۰۲۶ نړیوال جام او ۲۰۲۸ المپیک کوربتوب په پام کې نیولو سره تر څېړنې لاندې راغلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ټامي پیګوټ ویلي؛ دا وزارت به د غیرقانوني کډوالو د اعلانولو لپاره له خپل قانوني واک څخه کار واخلي، چې پر “عامه لګښت ” بار کېدی شي.
هغه زیاته کړې؛ له دې ۷۵ هېوادونو څخه د مهاجرینو ویزو صادرول به تر هغه وخته پورې وځنډول شي، چې پر بهیر یې بشپړه بیاکتنه نهوي شوې.
د بهرنیو چارو وزارت مکتوب د امریکا قونسلي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې؛ هغه ویزې رد کړي، چې د چاپ اجازه ورکړ شوې؛ خو تر اوسه چاپ شوې نهوي. یا هغه ویزې، چې چاپ شوې وي؛ خو لا تر اوسه له قونسلګرۍ څخه وتلې نهوي.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی4 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی4 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ2 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
International Sports4 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
لوبی5 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» سیالیو په لومړۍ لوبه کې مالډیف مات کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
