تازه خبرونه

امریکا د افغانستان په ګډون په نورو هېوادونو کې تېروتنې کړي – سعودي چارواکي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۱)

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د جمعې پر ورځ ولسمشر جو بایډن ته په وینا کې څرګنده کړې، چې امریکا په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې تېروتنې کړي او باید د سعودي پر تېروتنو نیوکې ونشي.

امريکا په سيمه کې د روسي، چين او ايران د ځواکونو د نفوذ د مخنيوي لپاره په منځني ختیځ کې خپل ځواکونه ساتي.

د امریکا ولسمشر ويلي، د هېواد پوځي ځواکونه به یې له منځني ختیځ څخه و نه وځي.

د بایډن په وینا؛ امریکايي ځواکونه په ټول منځني ختیځ کې په خپلو پوځي اډو کې پاتې کېږي او د ترهګرۍ پر ضد جګړې روانه ساتي او ترهګر به ځپي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن وایي: مونږ به هېڅکله هغه اووه زره ۵۴ امریکايي سرتېري هیر نکړو، چې له تېرو دوه لسیزو جګړې راپدیخوا په عراق او افغانستان کې وژل شوي دي. د ځمکنیو جګړو دوره اوس پای ته رسېدلې ده؛ خو مونږ په هر ځای کې د ترهګرۍ د ځپلو وړتیا او کلک هوډ ساتو. مونږ د هېوادونو د پراخ ائتلاف له هغې ډلې د دې مېز ترشاه حاضرو هېوادونو پر همکارۍ له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوو.

داسې ښکاري، چې د بشري حقونو په اړه د بایډن سپارښتنې او د سعودي عربستان د شاهي ماڼۍ مسوولینو تېروتنو ته ګوته نیول پر دوی ښې و نه لګیدې او د سعودي چارواکي یې  غصې ته اړ کړي دي.

په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان سلاکار وزیر وايي، امریکا په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې تېروتنې کړي او باید پر سعودي د تېروتنو له امله نیوکه ونکړي.

په بهرنیو چارو کې د سعودي عربستان سلاکار وزیر عادل جبیر وايي، امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په کلونو کې هڅه کړې، چې پر دغه هېواد خپل ارزښتونه مسلط کړي؛ خو برعکس پایله یې ترلاسه کړې ده.  

امریکا په عراق او افغانستان کې د جګړې پر مهال پر ولسونو خپلې غوښتنې تپلي دي.

عادل جبیر زیاته کړې؛ دا نظر، چې یو هېواد غواړي خپل ارزښتونه پر نورو هېوادونو تحمیل کړي، کار نه ورکوي. که امریکا وغواړي خپل ارزښتونه او غوښتنې پر افغانستان تحمیل کړي، اغېز به و نکړي. همدارنګه د سیمې پر نورو هېوادونو، لکه عراق.

دا غصه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا کې هم څرګنده ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وایي: امریکا د نورو هېوادونو په څېر تېروتنې کوي. د تېر کال په اګست میاشت کې یې بې پیلوټه الوتکې په کابل کې برید وکړ، چې ګڼ ولسي وګړي په کې ووژل شول.

جو بايډن په سعودي عربستان کې د خپلې استوګنې پر مهال د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. دواړو هېوادونو په دې اړه ګډه اعلاميه خپره کړه او د افغانستان په اړه يې دوه مسايل، يو د ښځو د حقونو ملاتړ او د هغوى د زدکړې او کار پر حق ټينګار او بل يې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه مهم ټکي وه.

Trending

Exit mobile version