تازه خبرونه

امریکا د افغان کډوالو لپاره د کډوالۍ نوی پروګرام پیلوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۱, ۱۴۰۰)

د امریکا یوه دولتي چارواکي او دوه نورو سرچینو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن په پام کې لري، چې یو شمېر افغانان په امریکا کې د کډوالو په توګه میشته کړي.

 دغو درې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تمه درلوده د دوشنبې پر ورځ د دوه لومړیتوب لرونکيو مهاجرو برنامې ترتیب او په ډاګه کړي؛ خو بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا برنامه په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې د روانې میاشتې په پای کې د امریکایي سرتېرو د وتلو رسمي نېټه پای رسیدونکې او طالبانو په افغانستان کې نه یوازې جګړه پراخه کړې، بلکې ځانونه یې د ولایتونو مرکزونو ته هم رارسولي؛ خو پر وړاندې یې د حکومتي ځواکونو ټینګار روان دی.

بایډن له طالبانو سره په ۲۰ کلن جنګ کې د خپل هېواد د قانون جوړوونکیو او مدافع ډلو له فشار سره مخ شوی دی.

دغه راز یادو سرچینو څرګنده کړې، چې د کډوالو نوی برنامه به هغه افغانان تر پوښښ لاندې ونیسي، چې د امریکا لخوا په تمویل شويو پروژو، نادولتي ادارو او رسنیو کې کار کوي.

د دغه راپور له مخې؛ تېره اوونۍ نږدې ۲۰۰ چې د ویزو ورکړه ورته وروستۍ شوې وه له خپلو کورنیو له غړيو سره امریکا ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوی د ویرجینیا پوځي اډې ته لېږدول شوي، چې د میشتېدنې چارې یې بشپړې شي.

Trending

Exit mobile version