مهم خبرونه
امریکا د اوکراین لپاره د ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د وسلو مرسته ومنله
سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د وسلو مرسته تائید کړې ده.
روسیې د امریکا په ګډون لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې اوکراین ته دې د پوځي مرستې له برابرولو ډډه وکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دې مرستو کې سپکې وسلې، د ټانک ضد او د الوتکو ضد وسلې شاملې دي.
یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي، چې د جو بایډن لخوا دې سپارښتنې اوکراین ته د نویو تجهیزاتو د ژر استولو لپاره لار اواره کړې ده.
د دغې سپارښتنې له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه شوې، چې د بهرنیو مرستو قانون له لارې د اوکراین دفاع ته ۲۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي.
دغه ۲۰۰ میلیون ډالر به د روسیې له یرغل سره اوکراین ته د وسلو، پوځي روزنې او نورو تجهیزاتو په برابرولو کې ولګول شي.
له دې مخکې اوکرایني چارواکو له لویدیځ غوښتي وه، چې دغه هېواد ته ډېرې پوځي مرستې ولېږي.