نړۍ

امریکا د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره اسرائیل له خپل دفاعي سیسټمه برخمنوي

د امریکا دفاع وزارت دغه کړنه د ایران د بالسټیک توغندیو او نورو بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو او په اسرائیلو کې د میشتو امریکایانو د دفاع لپاره د امریکې د اوسپنیز دریځ ښکارندویي یاده کړې او زیاتوي، چې دغه اقدام په وروستیو میاشتو کې د ایران د حکومت او ورسره د تړلیو ملېشو د بریدونو پروړانړې د امریکا د پوځ د جوړښت د  بدلون یوه برخه ده.

Published

on

په داسې حال کې، چې پر ایران د اسرائیلو د غچ اخیستنې په اړه ګنګوسې اورېدل کیږي؛ د امریکا دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوه‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې د دفاع وزیر لویډ آسټن پر سپارښتنه اسرائیلو ته نه یوازې د دفاع لپاره توغندي ضد دفاعي سیسټم لېږي، بلکې دا ملګري له خپل نظامي پرسونل څخه هم برخمن کوي.

دې خبرپاڼې د اسرائیلو پر ضد د ایران د حکومت د وري د پېنځه‌ویشتمې او د تلې لسمې بې‌سارو بریدونو ته په نغوته کې زیاته کړې، چې «تاد» به د اسرائیلو هوایي دفاعي سیسټم پیاوړی کړي.

د امریکا دفاع وزارت دغه کړنه د ایران د بالسټیک توغندیو او نورو بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو او په اسرائیلو کې د میشتو امریکایانو د دفاع لپاره د امریکې د اوسپنیز دریځ ښکارندویي یاده کړې او زیاتوي، چې دغه اقدام په وروستیو میاشتو کې د ایران د حکومت او ورسره د تړلیو ملېشو د بریدونو پروړانړې د امریکا د پوځ د جوړښت د  بدلون یوه برخه ده.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې یادونه شوې، چې تېر کال د اوکټوبر له اوومې تروریستي برید وروسته د امریکا د ولسمشر جوبایډن په امر منځني ختیځ ته د تاد یوه قطعه واستول شوه.

د وري پر پېنځه‌ویشتمه ایران په یوه بې‌ساري برید کې د اسرائیلو پر لور څه د پاسه ۳۲۰ توغندي وتوغول، چې زیاتره یې د امریکا، انګلستان، فرانسې، اردن او اسرائیلو د ائتلافيانو لخوا اسرائیلو ته له رسیدو مخکې شنډ او له منځه یوړل شول.

دغه راز د تلې پر لسمه هم  د ایران حکومت د حماس او حزب الله د مشرانو او د سپاه پاسداران د لوړ پوړي قومندان د وژلو په غچ کې پر اسرائیلو له ۱۸۰ ډېر بالسټیک توغندي وتوغول.

د اسرائیلو لوړ پوړیو چارواکو ویلي، چې د ایران دغه برید به بې ځوابه پرې نږدي.

Trending

Exit mobile version