سیمه ییز خبرونه
امریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو لهخوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې له دوشنبې( د وري څلیریشتمه / د اپرېل دیارلسمه) څخه به د ایران بندرونو ته د بېړیو پر سمندري تګ راتګ بندیزونه پیل کړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو لهخوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.
د خبرپاڼې له مخې: دا بندیز به په مساوي ډول د ټولو هېوادونو پر بېړیو، چې د ایران بندرونو ته داخلېږي یا ترې وځي؛ پلي شي. دا بندیز د فارس خلیج او د عمان سمندر ټول ایرانی بندرونه رانغاړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ټینګار کړی، چې دا پرېکړه به د هغو بېړیو د آزاد تګ راتګ مخه ونهنیسي، چې د هرمز تنګي له لارې د ایران له بندرونو پرته نورو بندرونو ته روانې وي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بندیز له رسمي پیل مخکې به سوداګریزو بېړیو ته اړینې خبرتیاوې ورکړ شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د نړۍ د انرژۍ د لارو بې ثباتي نوره هم زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران سپاه پاسداران ویلي؛ هرمز تنګي ته د پوځي کښتیو هر ډول تګ راتګ به د ایران او امریکا له دوهاوونیز اوربند څخه سرغړونه وي او له «پرېکنده او سخت» غبرګون سره به مخ شي.