نړۍ

امریکا د ایران له حکومت سره تړلې ۳۳ ویبپاڼې وتړلې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۴۰۰)

د امریکا عدلیې وزارت د ایران اسلامي جمهوریت او ورسره د تړلیو ډلو ۳۳ اوبپاڼې له بندیزونو څخه د سرغړونې له کبله بندې کړې دي.

د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ پرون د ایراني سایتونو( پریس ټلویزیون او العالم، چې انګلیسي او عربي خپرونې یې کولې او المسیره، چې د یمن حوثیانو خپروله) لیدونکي د دغو پاڼو له بندیدو سره مخ شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي؛ د ایران د راډیو او ټلویزیون د اتحادیې اړوند ۳۳ اوبپاڼې، چې سپه پاسداران یې اداره کوي؛ خپرونې ځنډول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران راډیو او ټلویزیون اتحادیه او د ایران سپاه پاسداران د امریکا لخوا له تحریمونو سره مخ دي.

د حزب الله پورې تړلې درې ابپاڼې، چې ایران یې ملاتړ کوي هم تړل شوي او دا ډله په تور نوملړ کې راغلې ده.

امریکا دوه ورځې مخکې هغه مهال دا ګام پورته کړ، چې پخواني قاضي القضات ابراهیم رییسي ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

د یادونې ده، چې ابراهیم رییسي امریکا له بشري حقونو څخه پر سرغړونه هم تورن کړی دی.

Trending

Exit mobile version