سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

Published

on

د امریکا حکومت د سې‌شنبې پر ورځ د ۱۳ هغو کسانو او بنسټونو پر وړاندې د نویو بندیزونو اعلان کړی، چې ایران ته د وسلو او اړینو پرزو په برابرولو کې ښکېل ول.

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

دا بندیزونه د ډونالډ ترمپ د ادارې د هغې هڅې په لړ کې لګېدلي، چې پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او دې هېواد ته د وسلو د برابرولو بهیر محدود کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو پر نښه کول او منزوي کول روان وساتي، چې د ایران د پوځي اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي، د دغو بندیزونو موخه د ایران د وسلو د پروګرامونو د بیا رغولو وړتیا کمول او د وسلو له برابرولو سره د همکارۍ لګښت زیاتول دي.

په هغو اشخاصو او ادارو کې، چې بندیزونه پرې لګول شوي؛ د ایران د دفاع وزارت او په بیجینګ کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ استازی، په ایران کې د کاوشکام آسیا د څېړنې او پراختیا ګروپ، په هانګ کانګ کې د ای سي موجو ټکنالوژۍ استازی او همدارنګه په پاکستان کې د دفاعي شرکت کیویلیر ګروپ رییس واصف پاشا تجمل شامل دي.

همدارنګه د “A.S. Yakovlev” پر نوم د الوتکو ډیزاین دفتر او د روسیې د بار وړلو شرکت “MG-Flot LLC”، د ایران هوايي شرکت “Saha Airlines” او څو نور اشخاص او ادارې د امریکا د بندیزونو په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.

د مشورتي شرکت اوبسیډین ریسک اډوائزرز رییس بریټ ایرکسن ویلي، چې دا اقدام ممکن په هرمز تنګي کې د توغندیو او ډرونونو کارولو لپاره د ایران پر وړتیا محدود اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version