تازه خبرونه
امریکا د ا.ا د کنګل شوې زیرمې غوښتنه بیا رد کړه
امریکا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د نهو میلیاردو کنګل شویو ډالرو د خوشې کولو غوښتنه بیا رد کړه.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزرات سرپرست مولوي امير خان متقي له اسوشيېټېډ پریس خبري سرچینې سره په مرکه کې نه یوازې له امریکا حخه د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو، بلکې د دوی پر حکومت د لګېدليو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
نوموړي امريکا ته ويلي؛ تاسې يو لوی ملت ياست او بايد دومره زغم او لوی زړه ولرئ، چې د نړيوالو قوانينو له مخې له افغانستان سره نوې پاليسي جوړه او ستونزې حل کړئ.
ده دا هم ویلي، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه د هیچا په ګټه ندي.
هغه وایي: د افغانستان پر وړاندې بنديزونه به کار ونکړي؛ ځکه دا د هیچا په ګټه نده، چې افغانستان بې ثباته او يا کمزوری حکومت ولري.
امیرخان متقي ویلي، چې اسلامي امارت د ۱۹۹۰ لسيزې په پرتله ډېر بدل شوي او د افغانستان په لس ولایتونو کې نجونې تر لیسو پورې زدکړې کوي؛ خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي؛ داسې پېچلي دلایل او اندېښنې شته، چې له کبله یې امریکا نشي کولی کنګل شوې پيسې اسلامي امارت ته ورکړي.
نوموړې زیاته کړې؛ طالبان ( اسلامي امارت) تر اوسه پورې د امریکا تر تحریم لاندې دي او یو شمېر لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د تحریمونو په تور نوملړ کې دي، چې د پیسو د آزادولو په صورت کې د نړیوال بانک او نورو بنسټونو او هېوادونو غبرګونونه را پاروي.
د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وایي؛ که امریکا د افغانانو کنګل شوې پیسې آزادې نکړي او له کبله یې په افغانستان کې بشري ناورین پېښ شي، مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
د اسلامي امارت د پيسو د آزادولو غوښتنه په داسې حال کې د امریکا لخوا ردیږي، چې په کور د ننه مالي او اقتصادي کړاو لوړې کچې ته رسیدلی دی.
