تازه خبرونه

امریکا د بشري حقونو د درناوي لپاره پر افغان حکومت د فشار غوښتنه وکړه

Published

on

د بهرنیو چارو انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۹ غونډه کې ویلي؛ د افغانستان پر نویو واکمنانو باید فشار راوړل شي، چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

که څه هم پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د نړۍ پام ځان ته اړولی؛ خو په افغانستان کې بشري ناورین د نړیوالې ټولنې له پامه ندی غورزېدلی و د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ظاهراً د افغانانو د حقونو په برخه کې د نوي افغان حکومت له کړنو ناخوښي ښيي.

انتوني بلنکن په افغانستان کې د بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره د هڅو د دوه برابره کولو غوښتنه هم وکړه.

نوموړي ویلي: پر نویو واکمنو باید فشار راوستل شي، چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي؛ د ښځینه خبریالانو غیرعادلانه نیول، غچ اخیستنې او ځورونې دې پای ته ورسوي او ټولو افغانانو ته په ټولو برخو کې د کار او زدکړې اجازه ورکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې نظام او حکومت، چې ژمن وي؛ هغه د ټولو افغانانو د حقونو خوندیتوب ته ستونزې نه رامنځته کوي.

ټولګډونه حکومت جوړول، چې د افغانستان ټول قومونه په کې ونډه ولري؛ د داعش او القاعده په ګډون له نړیوالې ترهګرۍ سره اغېزمنه مبارزه او د افغانانو بشري حقونو ته د درناوي تر حنګ شځو او نجونو ته د کار او زدکړې زمینه برابرول د اسلامي امارت لپاره د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.

اسلامي امارت ټینګار کوي: ټول هغه شرایط یې برابر کړي، چې د رسمیت پېژندلو لپاره مهم دي؛ خو داسې برېښي، چې نړیواله ټولنه تر اوسه د اسلامي امارت له کړنو راضي نده.

Trending

Exit mobile version