تازه خبرونه

امریکا د بندیزونو پر لګولو د خپلې ماتې غچ اخلي – چین

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۰)

د چین سفیر ویلي؛ امریکا باید د اقتصادي بندیزونو له لارې له افغانانو غچ وانخلي او ټولګډونه حکومت، بشري حقونه او د بیان آزادي دې د وسیلې په توګه نه کاروي.

د چین سفیر  ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه ونکړي.

د چین سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې امریکا باید د اقتصادي بندیزونو له لارې له افغانانو غچ وانه خلي او بشري حقونه، د ښځو حقونه او د بیان آزادي د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې ویلي، چې چین د افغان حکومت له لارې له افغانانو سره بشري مرستې کوي.

هغه وایي؛ افغانان حق لري، چې د خپلو دیني او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ یو نظام ولري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال انجنیر عزام ویلي؛ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د چین له سفیر سره د کتنې پر مهال له دې هېواده وغوښتل، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د نړۍ او ګاونډ هېوادونو پر وړاندې خپلو ژمنو ته ژمن دی او د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ده د چین له سفیره غوښتي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره همکاري روانه وساتي او د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپيژني.

د اسلامي امارت چارواکي د چین د سفیر له قوله وايي، چې هغه د شل کلنې تجربې له مخې له نړیوالو غوښتي؛ افغانانو ته اجازه ورکړي، چې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي او پدې هېواد بهرني افکار ونه تپل شي.

Trending

Exit mobile version