تازه خبرونه
امریکا د بې پولې داکترانو پر روغتون د هوایي برید قربانیانو ته تاوان ورکوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې په کندز کې د بې پولې داکترانو پر روغتون د دغه هېواد د هوایي برید قربانیانو ته تاوان ورکوي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند پیترکوک په یوه خبرپاڼه کې په ډاگه کړې، چې د دې پېښې تاوان ورکول سخت کار دی او همداراز د بې پولېداکترانو د روغتون جوړل د امریکا لپاره مهم دی.
تېره اوونۍ په کندز کې د بې پولېداکترانو پر روغتون د امریکایانوله تېروتنې په ډک برید کې دوه ویشت تنه ووژل شول، چې دولس تنه یي روغتیاي کارکوونکي وه.
د بې پولېداکترانو نړیوال سازمان ویلي، چې د دغه برید په اړه باید په بې پرې توگه څېړنې وشي.
پر روغتون له هغې وروسته د امریکایي ځواکونو لخوا هوایي برید وشو، چې وسلوالو طالبانو د څو ورځو لپاره پر کندز ولکه ټینگه کړې وه اوپه دې روغتون کې د جگړېد ټپیانو درملنه کیده.