لوبی
امریکا د جونز پر غوره توپوهنې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له کاناډا وګټله
د امریکا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې کاناډا ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او آرون جونز پر ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې.
په دې لوبه کې، چې د ټکساس ایالت په دالاس کې ترسره شوه، پچه امریکا وګټله او لومړی یې توپاچونه وکړه.
آرون جونز د ویسټ انډیز له کریس ګیل وروسته د ۲۰ اوریز نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي.
نوموړي د کاناډا پر وړاندې د ۲۰ اوریزنړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پر ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې او د میدان غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
کریس ګیل د ۲۰۰۷ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د سویلي افریقا پر وړاندې پر ۵۷ توپونو ۱۱۷.۱ منډې جوړې کړې وې.
بل امریکايي لوبغاړي انډریس ګوس پر ۴۶ توپونو ۶۵ منډې جوړې کړې.
کاناډا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې او امریکا ټاکل شوې موخه پر ۱۴ توپونو د ۷ ویکټو پر توپیر ترلاسه کړه.
امريکا او کاناډا په الف ګروپ کې ځای لري، چې د ايرلینډ تر څنګ د هند او پاکستان په څېر قوي لوبډلې ورسره دي.
په سږني نړيوال جام کې ۲۰ لوبډلې، چې پر پېنځه ګروپونو وېشل شوي؛ ټولې ۵۵ لوبې کوي.
افغانستان هم د کرکټ ۲۰ اوريز نړيوال جام د یوه ګډونوال په توګه خپله لومړنۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځلسمه / د جون څلورمه له يوګانډا تر سره کوي.
د افغانستان د ۱۵ کسيزې لوبډلې مشري راشد خان کوي؛ په لوبډله کې ۶ الرونډر، ۴ توپوهونکي او ۵ توپاچوونکي غوره شوي دي او له دې لوبډلې سره دری احتياطي لوبغاړي هم مل دي.
افغانستان له ۲۰۱۰ ز.کال راپدیخوا اووه ځله په ۲۰ اوریز ړیوال جام کې ګډون کړی دی.
د شل اوريز نړيوالو لوبو د اصولو له مخې؛ د دې لوبو په لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره يوه – يوه سيالي کوي، چې په پای کې به دوه لوبډلې دوهيم پړاو ته لار ومومي.
۲۰ اوریز نړیوال جام له ۲۰۰۷ راپدیخوا پیل شوی او دا یې نهم ځل سیالۍ دي.
د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلینډ ګټلې او اوس یې هم ګټلو ته هیله من دی.
د شل اوریز نړیوال جام دوه یمه لوبه به نن (یکشنبه) ماښام ۷ بجې د ویسټ انډیز او پاپوا نیو ګیني تر منځ پیل شي.
د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
