تازه خبرونه
امریکا د حزب اسلامي د دوه غړیو نومونه د ترورستانو په لیست کې شامل کړل
د بهرنیو چارو د وزارت په یوهاعلامیه کې ویل شوی، چې د حزب اسلامي غړيو عبدالله نوبهار او عبدالصبور په کور دننه ځینو بریدونو کې لاس درلود، چې امریکایي ځواکونه په کې وژل شویدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېرکال د فبروري په میاشت کې اعلان کړی و؛ هغه چا ته به درې میلیون امریکایي دالر ورکړي، چې د معلوماتو له مخې یې عبدالصبور ونیول شي.
د نوبهار د نیولو له پاره بیا د دوه میلیون دالرو انعام ټاکل شوی و.
عبدالله نوبهار او عبدالصبور دواړه د بمونو جوړولو ماهرین دي.
هغوي د دوه زره دولسم کال د سپتمبر د میاشتې د دولسمې نېټې دهغه بس په چاودنهکې لاس درلود،چې د بهرنیو هېوادونو اتباع په کې د کابل هوایي ډګر ته روان ولاو دولس تنه په کې ووژل شول.