نړۍ

امریکا د حماس پر لوړپوړیو چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا خزانې وزارت په خبرپاڼه بیان کې راغلي؛ دا بندیزونه په بهر کې د حماس پر استازو، د حماس د پوځي څانګې پر یو لوړپوړي غړي او هغو کسانو لګېدلي، چې حماس تمویلوي او غزې ته د وسلو په قاچاق کې لاس لري.

Published

on

د امریکا خزانې وزارت ویلي، امریکا د سې‌شنبې پر ورځ د حماس پر ۶ لوړپوړیو چارواکو بندیزونه ولګول؛ ځکه، چې واشنګټن په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په لټه کې دی او د فلسطیني جنګیالیو پر ضد به نورې هڅې هم تر سره کړي.

د امریکا خزانې وزارت په خبرپاڼه بیان کې راغلي؛ دا بندیزونه په بهر کې د حماس پر استازو، د حماس د پوځي څانګې پر یو لوړپوړي غړي او هغو کسانو لګېدلي، چې حماس تمویلوي او غزې ته د وسلو په قاچاق کې لاس لري.

حماس په یوه خبرپاڼه کې دا بندیزونه غندلي او له امریکا یې غوښتي، چې پخپلې جرمي پالیسۍ بیاکتنه وکړي او د دې ډلې پر وړاندې خپل ړوند تعصب ودروي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، د حماس د پوځي څانګې د اوږدې مودې غړی عبدالرحمن اسماعیل عبدالرحمن غنيمت، چې اوس په ترکیه کې دی؛ تر بندیزونو لاندې راغلی.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، هغه په ​​ګڼو هڅو او بریالۍ ترهګریزو بریدونو کې پر لاس لرلو تورن دی.

حماس ویلي د خزانې وزارت خپور شوی نوملړ د ناسمو څرګندونو او سرچینو پربنسټ راټول شوي، چې هدف یې د دوی د مشرانو ناسمه پېژندنه ده…. په داسې حال کې، چې پر اشغالګرو جنایتکارو مشرانو بندیزونه له پامه غورځول شوي.

امریکا د دوشنبې پر ورځ ترکیې ته د حماس د مشرتابه د کوربتوب په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي؛ واشنګټن زغملی نشي، چې د یوې وسلوالې ډلې مشران دې په آرامه ژوند وکړي.

د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ د اوکټوبر پر اوومه د اسرائیلو پر خاوره برید وکړ، چې د اسرائیلو د معلوماتو له مخې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ ډطر یې یرغمل کړل.

دغه راز د فلسطین روغتیايي چارواکو ويلي؛ له تېر کال راپدېخوا په غزه کې د اسرائیلو پر ځمکنیو او هوایي بریدونو له ۴۳۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، غزه ویجاړه شوه او له دوه میلیون ډېر د غزې اوسیدونکي بې ځایه شوي دي.

Trending

Exit mobile version