تازه خبرونه

امریکا د داعش د مشر او د کابل پر هوايي ډګر د برید د عاملینو پر سر نغدي جایزه اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د خراسانۍ څانګې د مشر ثناالله غفاري او د کابل پر هوایي ډګر د برید د عاملینو  پر سر لس میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د خراسانۍ څانګې د مشر ثناالله غفاري د هویت د پېژندلو او یا د کابل په هوایي ډګر کې د اګسټ د ۲۶ د ځانمرګي بریدګر د نیولو یا محکومیت په اړه د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې.

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د نومبر پر ۲۲ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه اجرائیوي فرمان له مخې د داعش خراسانۍ څانګې مشر ثنا الله غفاري د نړیوال ځانګړي ترهګر په توګه ونوماوه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اګسټ د ۲۶ تروریستي برید په اړه، چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د امریکا د وتلو د عملیاتو پر مهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۵ کسان ووژل؛ د معلوماتو په بدل کې ۱۰ میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

پوځي کارپوه ثمر سادات ویلي؛ امریکا او متحدینو یې د دغو مجرمینو پر سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه ایښې ده. په داسې حال کې، چې ټول واک و ځواک یې درلود؛ بریالي نشول، چې دا کار وکړي. اوس ناشونې ښکاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د جایزې په اړه ویل شوي، چې که په هر هېواد کې دا کسان ونیول شي؛ معلومات ورکوونکي ته به دا جایزه ورکړ شي.

پوځي کارپوه سرور نیازي ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال د بریدګرو د یوې ډلې لخوا برید او بیا د هغو د نیولو لپاره د جایزې ټاکل د امریکا د پوځ د بې کفایتۍ او بې پروایۍ ښکاره ثبوت دی.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش شتون ردوي او وايي، چې دا هېواد اوس ورته خوندي ځای ندی او هیڅ ترهګره ډله نشي کولی، چې له افغان خاورې کومه هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا تېره میاشت د داعش خراسان ډلې پر یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو بندیزونه ولګول، چې په کې یو پانګوال هم د داعش افراطیانو او بهرنیو شریکانو ته د تمویل پر تور نیول شوی و.

Trending

Exit mobile version