تازه خبرونه

امریکا د دوا خان مینه پال وژنه وغندله

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۰)

امریکا پرون د جمعې پر ورځ د زمري ۱۵ د حکومت د رسنیو مرکز د مشر دواخان مینه پال وژنه وغندله و وایي، چې دا ډول بریدونه به له طالبانو سره د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې مرسته ونکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي، چې د جوبایډن اداره پر ملکي وګړیو د طالبانو د غچ اخیستونکیو بریدونو په اړه اندېښنه لري او دا بهیر له نږدې څاري.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال د طالبانو لخوا په کابل کې ووژل شو.

د پېښې لیدونکي وایي، چې دا حکومتي مامور د دارالامان په واټ کې هغه مهال د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو، چې د جمعې له لمانځه وروسته یې غوښتل په یوه شخصي موټر کې له دې سیمې ووځي.

دواخان مینه پال وژنې ملي او نړیوال غبرګونونه ښودلي دي.

ساکي په دې اړه په ډاګه کړې: د حکومت د استازې په توګه اجازه راکړئ، چې د دواخان منیه پال وژنه په کلکه وغندم. د نوموړي وژنه په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت د چارسمبالي بسم الله محمدي پر کور له وسلوال برید او چاودنو وروسته رامنځته کیږي. طالبانو پر مینه پال د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او په دې اړه یې په راپورونو شک نشته.

جان ساکي زیاته کړې: که طالبان ادعا ولري، چې دوی نړیوال مشروعیت غواړي؛ نو دا کړنې به دوی ته مشروعیت ورنکړي. دوی اړتیا نلري، چې په دې توګه پاتې شي. دوی کولی شي خپل ټول ځواک و واک د سولې د رامنځته کولو لپاره ولګوي.

د سپینې ماڼۍ ویانده وایي: مونږ له دوی څخه غوښتنه کوو، چې دا کار وکړي. دا هغه څه دي، چې د افغانستان خلک ورته سخته اړتیا لري؛ دوی د لسیزو جګړو وروسته مستحق دي  او دا د افغانستان د ګاونډ هېوادونو په ګټه هم ده، چې د سولې پر بهیر خپل نوی ځواک ولګوي، چې یو سوله ییز افغانستان او باثباته سیمه رامنځته شي.

جان ساکي څرګندوي؛ اوس د دې وخت راغلی، چې د افغانستان سیاسي مشران د طالبانو د یرغل او تاوتریخوالي مخې ته ودریږي.

د افغان او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې زور اخیستی دی ، د زرنج ښار د طالبانو په لاس سقوط سره.

Trending

Exit mobile version