تازه خبرونه

امریکا د دوحې له تړون ښکاره سرغړونې کوي – طالبان

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۵, ۱۳۹۹)

 طالبانو ویلي، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا امریکایي هوایي ځواکونو په بېلا بېلو ولایتونو کې د دوی پر سنګرونو بریدونه کړي او که بریدونه همداسې روان وساتل شي؛ نو له ځوابي بریدونو سره به مخ شي.

طالبانوپه یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا امریکایي ځواکونو د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونې کړې او په ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې یې د دوی پر سنګرونو هوایي بریدونه کړي دي.

طالبانو ګواښ کړی؛ که د کندهار ولایت په ارغنداب ولسولۍ کې روانه جګړه او روان هوایي بریدونه ونه درول شي، دوی به د امریکایي ځواکونو پر وړاندې سخت ځوابي بریدونه تر سره کړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند د دوحې له تړونه د سرغړونې تورونه رد کړي او څرګندوي: امریکایي ځواکونه ښکاره او ثابت دي؛ مونږ به د طالبانو د بریدونو پر وړاندې له افغان ځواکونو دفاع کوو. مونږ د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خپله غوښتنه ټولو اړخونو ته یوځل بیا نوې کوو.

Trending

Exit mobile version