تازه خبرونه

امریکا د ملي پخلاینې عالی شورا د مشرتابه جرګه ګۍ له لومړۍ ناستې هرکلی کړی

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۶, ۱۳۹۹)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ( یکشنبه د لیندۍ ۱۵) د ملي پخلاینې عالی شورا د مشرتابه جرګه ګۍ له لومړۍ ناستې تود هرکلی کړی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا لومړۍ ناسته په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې اروپايي ټولنې او امریکا یوه اوونۍ مخکې د دې شورا د ژر تر ژره جوړیدو غوښتنه کړې وه.

امریکا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

په دیا دې اعلامیه کې راغلي: ټولې خواوې باید په ګډه په افغانستان کې د سولې لپاره لار اواره کړي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې دا شورا به له طالبانو سره د سولې خبرو مشري هم وکړي.

د اعلامیې د څرګندونو له مخې؛ د پخلاینې عالي شورا او د دې شورا د مشرتابه کمیته له طالبانو سره په خبرو کې حکومتي پلاوي ته مشوره او لارښوونه کوي، چې د سیاسي لارې نخچه، د واک شریکولو او اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه تویت کې د دغې شورا له ناستې هرکلی کړی او وایي، چې دا د سولې په بهیر کې یو مثبت او اړین ګام دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا د تېرکال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د اشرف غني او عبدالله تر منځ د هوکړې پر بنسټ جوړه شوې؛ خو د دې شورا لومړۍ ناسته تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه.

Trending

Exit mobile version