تازه خبرونه
امریکا د پاکستان په قبایلي سیمه کې د لویې پوځي اډې پر جوړولو کار پیل کړی
د پکتیا ولایتي شورا غړي او د ځاځي اریوب ولسوالۍ خلکو ویلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې د کرمې ایجنسۍ د شلوزان په اړوند سیمه کې امریکايي پوځیانو له څه وخت راپدیخوا د یوې لويې پوځي اډې پر جوړولو کار پیل کړی دی.
د سیمې خلکو په ډاګه کړې، چې دا پوځي اډه له ډيورنډ کرښې سره اته کیلو متره واټن لري او چارې یې روانې دي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی ممتاز کرخېل د یو لړ څرګندونو پربنسټ وایي، چې امریکايي پوځیان په سیمه کې د لويې پوځې اډې پر جوړولو لګیا دي او هره ورڅ د ځمکې او هوا له لارې ورته توکي رالېږدول کیږي.
د پکتیا سیمه ییزو چارواکو او امریکایي ځواکونو تر دې دمه په دې اړه [وپتیا غوره ګڼلې ده.
که څه هم د پکتیا سیمه ییز چارواکي له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د امریکايي ځواکونو د پوڅې اډې د جوړیدو په تړاو ښکاره څرګندونې او اندېښنه نلري؛ خو ځینو امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي، چې یاده اډه د امریکايي پوځيانو د لوګر له اډې څو برابره لویه جوړېدونکې ده، چې د اړتیا وړ توکي یې په چورلکو کې ور لیږدول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې پدې اړه پاکستان او ازبکستان امریکا ته د رد ځواب ورکړی و؛ خو امریکایي ځواکونو ویلي وه، چې خپلې یو شمېر اډې به د افغانستان ګاونډ هېوادونو ته ولېږدوي.
