تازه خبرونه
امریکا د ښځو د حقونو په اړه د اسلامي امارت له فرمان هرکلی وکړ
نوموړي ټویټ کړی؛ د (اسلامي امارت) له فرمان هرکلی کوو، چې د ښځو د واده او میراث د حقونو په اړه د اسلامي امارت د مشر له پرېکړې هرکلی کوي.
هغه له اسلامي امارت غوښتي، چې په رسنیو کې د کار کولو د حق په ګډون د ښځو حقونه دې خوندي کړي.
هغه زیاته کړې؛ د افغان ټولنې په بېلابېلو اړخونو کې د ښوونې او روزنې، ښوونځیو، کارځیو، سیاست او رسنیو په ګډون د ښځو د مندني او سوداګریزو حقونو د خوندیتوب لپاره هر راز هڅو ته اړتیا ده.
د جمعې پر ورځ د لیندۍ ۱۲ د افغانستان د اسلامي امارت امیر ملا هبة الله اخوندزاده د ښځو د حقونو په اړه په یوه نوي فرمان کې سپارښتنه کړې، چې ښځې ملکیت نه، بلکې آزاد او باعزته انسانان دي.
په فرمان کې ټینګار شوی؛ هیڅوک حق نلري، چې د سولې او یا د دښمنۍ د له منځه وړلو په بدل کې چا ته ښځه ورکړي.
په فرمان کې پر دې هم ټینګار شوی، چې د واده پر مهال د نجونو رضایت اړین دی او هيڅوک نشي کولی چې کونډې ښځې پېغلې نجونې پر زور واده کړي او په واده کې د ښځو رضایت اړین دی.
په دې حکم کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته رسیدلی راغلي، چې:
هیڅوک نشي کولی، چې ښځه په جبر نکاح کړي.
ښځه مال او ملکیت ندی، بلکې یو اصیل او آزاد انسان دی او هیڅوک یې په بدو کې نشي ورکولی .
کونډه د خپلې نکاح او برخلیک په اړه د پرېکړې واک لري.
له نوي خاونده د مهر اخیستل د کونډې حق دی.
او هغه کسان، چې څو ښځې لري؛ اړ دي، چې د شرعي احکامو له مخې د ټولو حقونه ورکړي او تر منځ یې عدالت خوندي او رامنځته کړي.
د ښځو د حقونو فعالانې د میرمنو د حقونو په اړه له دې حکمه هرکلی کوی او د عملي کیدو غوښتنه یې کوي.
په دې فرمان کې د اسلامي امارت رهبر ملا هبة الله اخوند حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ، سترې محکمې او والیانو ته امر کړ، چې پر ښځو د هر ډول ظلم مخه ونیسي.
په افغانستان کې د پخواني حکومت له پرځيدو وروسته یو شمېر میرمنې د خپلو حقونو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چې، زدکړو، کار او سیاست کې یې ونډه پیکه شوې ده.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د مشرتابه په دې فرمان کې د ښځو د ټولنیزې ونډې، حکومتي کار او سوداګریزو هڅو په اړه سپارښتنو ته کومه نغوته نده شوې.