تازه خبرونه

امریکا د کابل سفارت دوحې ته لیږدولی – بلینکن

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۴۰۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دوشنبې پر شپه (د وږي ۲۲) ویلي، چې واشنګټن خپل ډیپلوماټیک کارونه له کابل څخه دوحې ته لېږدولي او په سیمه کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه یې روانه ساتلې ده.

د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته بلینکن په خپلې وینا کې څرګنده کړې: مونږ خپل ډیپلوماټیک کارونه له کابل څخه دوحې ته لېږدولي؛ ډېري متحدین مو همغږي شوي او د افغانستان پر چارو ګډ کار روان دی.

هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د القاعده او داعش په ګډون د تروریستي ډلو مخه ونیسي او له خاورې یې نور ونه ګواښل شي.

نوموړي زیاته کړې: مونږ په دې اړه هغوی مسوول بولو. دا په دې معنا نده، چې مونږ پر دوی تکیه کوو. مونږ به د ګواښونو په څارنه کې خپل پام ساتو، مونږ به په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې وړتیاوې خوندي کړو او د اړتیا په صورت کې به اړوند ګواښونه له منځه یوسو او دا کار د نړۍ په هغو بېلابېلو برخو کې، چې پوځي ځواک نلرو  ترسره کولی شوو.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا به له خپلو متحدینو او ملګرو سره خپله ژوره ډیپلوماسي روانه وساتي.

نوموړي زیاته کړې: مونږ د نړۍ له نیمایي ډېر – ۱۰۰ هېوادونه خپرې شوې اعلامیې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته ژمن یوو، چې د اسلامي امارت حکومت د نړیوالې ټولنې هیلې څومره پوره کولی شي.

دغه راز هغه ویلي؛ مونږ تمه لرو، چې اسلامي امارت نه یوازې د تګ راتګ آزادي تضمین کړي، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنې پلې کړي، د ښځو، نجونو او اقلیتونو په ګډون د افغانانو د اساسي حقونو ساتنه وکړي او د خلکو استازی حکومت جوړ شي.

هغه وایي؛ د نړیوالې ټولنې لپاره د اسلامي امارت مشروعیت او ملاتړ د هغوی له عملي چال  چلند سره تړاو لري.

بلینکن څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د کار کولو لپاره یې د ۲۲ هېوادونو، ناټو، اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو د وزیرانو د غونډې مشري کړې او خپلې هڅې به روانې ساتي.

له دې څرګندون یوازې څو ساعته وروسته امریکا نږدې ۶۴ میلیون ډالر نوې بشري مرستې د افغانستان خلکو ته اعلان کړه، چې د روغتیا او خوارځواکۍ مخه پرې ونیول شي.

بلینکن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د وتلو د بهیر په اړه بشپړ راپور هم وړاندې کړ او د لوی درستیز جنرال مارک ملی د څرګندونو له مخې وایي، چې بېړنۍ وتنه په ۱۱ ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت د سقوط له کبله وه، چې هیڅ فکر یې نشو کېدی.

Trending

Exit mobile version