تازه خبرونه
امریکا د یمن حوثیان د ترهګرو په نوملړ کې راولي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن (دوشنبه د مرغومي ۲۲) ویلي، چې غواړي د حوثیانو ډله د ترهګرو په نوملړ کې ځای کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې دا دا کار به په یمن کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې راپورته کړي؛ خو هېواد یې په یمن کې د بشري وضعیت د ښه کېدو په اړه پر مرستو غور کړی دی.
په دې څرګندونه کې د مایک پامپیو د څرګندونو له مخې په ډاګه شوې: زه هم غواړم د انصارالله درې مشران؛ عبدالمالک الحوثي، عبدالخالق بدرالدین الحوثي او عبدالله یحیی الحکیم د ځانګړيو نړیوالو ترهګرو په توګه وپېژنم.
دغه راز امریکا ویلي چې دا کار به د انصارالله په ګډون د ټولو ترهګرو پر هڅو اغېزه وکړي.
په یاده اعلامیه کې راغلي: دغه طرحه د انصارالله ډلې د ترهګریزو هڅو د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوې، چې ملکي وګړي، بېخبناوې او د سوداګریزو توکو لیږد یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د اعلامیې له مخې؛ د دې طرحو داده، چې د ایران له لاسوهنې پرته یو داسې متحد او خپلواکه یمن ولرو، چې له ګاونډ هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي.
امریکا دا ټینګار هم وړاندې کړی؛ دوی به د ملګرو ملتونو، دولتي او نادولتي ټولنو سره د بندیزونو د پلي کولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې امریکا په ۲۰۲۰ کال کې یمن ته د بشري مرستو ترټولو لوی تمویل کوونکی و.
