سیمه ییز خبرونه

امریکا روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو پر سپارلو اندېښنه څرګنده کړه

یکی از مقام‌های امریکایی به رویترز گفته است که آن‌ها از نزدیک شاهد انتقال موشک‌های بالقوه ایران و روسیه هستند.

Published

on

امریکا وايي، روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو هر راز لېږد به په اوکراین کې جګړه نوره هم پراخه کړي.

رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې امریکا مسکو ته د ایران د فتح-۳۶۰ بالستیک توغندیو د استولو په اړه اندېښنه لري.

رویټرز تېره میاشت راپور ورکړ، چې روسیه له ایران څخه د سلګونه راکټونو لېږلو ته پر تمه دی او د دوی لسګونه پوځي انجینران په ایران کې د سپوږمکۍ لخوا د هدایت شويو وسلو روزنه ویني، چې د اوکراین د جګړې لپاره به وکارول شي.

له بلې خوا وال سټریټ ژورنال پرون د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې لنډ واټن ویشتونکي توغندي اوس د ایران لخوا روسیې ته ورکړ شوي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوټ ویل: مونږ پر اوکراین باندې د روسیې د بشپړ یرغل له پیل راپدېخوا د روسیې او ایران تر منځ د امنیتي همکاریو د ژورېدو په اړه خبرداری ورکوو او په دې اړه له راپورونو اندېښمن یوو.

دغه راز یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې دوی د ایران او روسیې د احتمالي توغندیو د لېږد بهیر له نږدې څاري.

دا احتمالي هڅې له هغې وروسته رامنځته کېږي، چې امریکا او اروپايي شریکانو یې ویلي؛ د ایران دا ډول کړنې خطرناکې پایلې لرلی شي.

په دې ورستیو میاشتو کې لویدیځ هېوادونه د ایران او روسیې د اړیکو زیاتېدا له اندیښنو سره څاري.

ویل کیږي، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي دفتر هم اعلان کړی، چې د اوکراین د شخړې په اړه د تهران دریځ نه بدلیدونکی دی.

Trending

Exit mobile version