تازه خبرونه

امریکا غواړي په سیمه کې خپل پوځي شتون خوندي کړي – لاوروف

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۰)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۱) ویلي؛ امریکایي چارواکي غواړي د افغانستان په شاوخوا کې خپلې پوځي سرچینې خوندي کړي، چې د هوایي بریدونو د تر سره کولو لپاره لار اواره کړي.

لاوروف ویلي؛ بهرني ځواکونه د امریکایانو په ګډون له څه نا څه ۲۰ کلن شتون وروسته وځي، دا هغه څه دي، چې طالبان یې په افغانستان کې د ډېرو سیمو نیولو ته هڅولي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ ان دې کار په سلګونه افغان امنیتي پرسونل او پناه غوښتونکي اړ کړل، چې له پولې واوړي او  ګاونډ تاجکستان ته وتښتي او په مسکو او نورو مرکزونو کې وېره  راپورته کړې، چې اسلامپاله افراطیان کولی شي منځنۍ آسیا ته نفوذ وکړي. دا سیمه روسیه د خپل کور د انګړ په توګه ګڼي.

د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ روسیه د خپلو شپږ هېوادونو د ملي امنیت تړون له مخې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د کړکېچ د اوارۍ لپاره که اړینه وي خپلې ټولې سرچینې کارولی شي.

یوه پخواني روسي ډیپلوماټ او دوه شنونکیو رویټرز ته ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د مسکو لپاره یو سرخوږی دی او وېره لري، چې کیدای شي پراخه جګړه منځنۍ آسیا ته د کډوالو د وراوښتو لامل شي او کورنۍ جګړې ته لمن ووهي.

دا په داسې حال کې مطرح کیږي، چې په مسکو کې د طالبانو پلاوی له روسي چارواکو سره خبرې کړي او یې ډاډ څرګند کړی، چې دوی به افغان خاوره د هیچا پر ضد ونه کاروي او چاته به هم د تېروتنو اجازه ورنکړي.

Trending

Exit mobile version