تازه خبرونه

امریکا غواړي چې په اسلام آباد فشار ته دوام ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس ادوارد رایټس وایي، واشنګټن به له دې وروسته د پاکستان په دولت فشارونه زیات کړي څو له هغه هېوادڅخه افغانستان ته د ترهګرو د اوښتو مخنیوی وشي.

د امریکا د ولسي جرګې د دغه جګپوړي غړي په وینا، امریکا په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته ژمنه ده.

:”رښتیا ده، اورپکي خپل فعالیتونه پراخوي؛ خو د امنیتي ځواکونو فعالیتونه هم زیات کیږي، او له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون او بل تړون چې له ناټو سره افغانستان لاسلیک کړی، امریکا به خپلې ښکلتیا ته دوام ورکړي او مونږ به په پاکستاني دولت فشارونو ته دوام ورکړو څو افغانستان ته د هغه هېواد له خاورې د ترهګرو د اوښتو مخنیوی وشي.

نوموړی وایي، واشنګټن هڅه کوي چې د هرې ممکنې لارې څخه په استفادې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

دی همدا راز په افغانستان کې د خصوصي پانګونې د پراختیا خبره کوي:

دا یو پیچلی وضعیت دی، مونږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو چې سوله او امنیت ټینګ شي. د دې تر څنګ غواړم ووایم چې د ولسي جرګې په لایحه کې مې وړاندیز کړی چې یوه برخه یې د افغانستان د خصوصي پانګونې د پراختیا اړوند کیږي.

د کارپوهانو په وینا، اسلام آباد او د پاکستان استخباراتي اداره کله هم په خپلو ژمنو  عمل نه کوي او نړیواله ټولنې تر اوسه د افغانستان په وړاندې د خپلې تګلارې د بدلولو لپاره د پاکستان په ملکي او پوځي ادارو لازم فشارونه نه دي راوړي.

Trending

Exit mobile version