تازه خبرونه

امریکا غواړې عراق ته پنځلس سوه سرتیري ولیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما عراق ته د پنځلس سوو ځمکنیو سرتېرو د لېږلو پریکړه کړې څو د اسلامي دولت له وسلوالو سره مبارزه وکړي.
د امریکا د کانګریس له وروستیو ټاکنو وروسته ولسمشر باراک اوباما له کنګرې سره لومړنۍ ناسته وکړه او په دې ناسته کې یې عراق ته د سرتېرو د لېږلو پریکړه اعلام کړه.
د امریکا دفاع وزارت وایي، دا سرتیري به د داعش خلاف ځمکنیو عملیاتو کې له عراقي ځواکونو ملاتړ وکړي او هغوي ته به روزنه ورکړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند ریر ادمایر جان کربي زیاتوي چې عراقي ځواکونه به اوس تهاجمي بڼه خپله کړي او وایي؛ څه چې په پام کې نیول شوي دا دي چې د جګړې په ډګر کې د دې ځواکونو وړتیاوې لوړې کړو.
نوموړی وایي، دفاع وزیر چک هیګل له کنګرې غوښتي چې د عراق او سوریې د پوځي عملیاتو لپاره د پنځه میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو بودجه تصویب کړي.
دا مهال په عراق کې شاوخوا ۱۵۰۰ امریکایي سرتیري شتون لري چې د اوباما د پریکړې د تطبیق په صورت کې به د دوي شمېره درې زرو ته لوړه شي. د امریکا دفاع وزارت وایي، په عراق کې به د امریکایي پوځي روزونکو شمېره اته سوه اویا تنو ته ورسیږي او نور بهرني هېوادونه به هم دې هېواد ته اووه سوه سرتیري ولیږي.

Trending

Exit mobile version