سیمه ییز خبرونه
امریکا قطر ته د ۶ میلیارد دالرو ایراني پیسو د لېږد اجازه ورکړه
رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا له جنوبي کوریا څخه قطر ته د ایران د ۶ میلیارد دالرو د لېږد بندیزونه لرې کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن څرګنده کړې، چې د دې بندیزونو بښل د امریکا د ملي امنیت پر ګټه دی.
په هغو اسنادو کې، چې د امریکا د کانګریس اړوند کمیتې ته استول شوي؛ د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره پر رسمي بڼه د دې هوکړې پربنسټ په دغه هېواد کې د پېنځه ایرانیانو د خوشې کیدو او په بدل کې د ایران له لوري د نیول شویو امریکايي وګړیو د خوشې کیدو یادونه کړې ده.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي: د امريکا حکومت هوکړه کړې، چې په امریکا کې بندي پېنځه ایرانیان راخوشې او د ايران له مالي منابعو څخه شپږ میليارد دالره، چې په جنوبي کوريا کې کنګل شوي وه؛ قطر ته انتقال کړي او په دې توګه د هغو امريکايانو د خلاصون زمينه برابره کړي، چې په ايران کې بنديان دي.
د امریکا له نظره، دا لېږد ایران ته ډېره ګټه نه رسوي؛ ځکه، چې دا یوازې د بشري سوداګرۍ لپاره کارول کیدی شي.
د سپینې ماڼۍ ویاند ادرین واتسون د دوشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سپتمبر پر اتمه د دې لېږد اجازه ورکړې وه او رسمي خبرتیا یې هم د دوشنبې پر ورځ د امریکا کانګرس ته واستوله.
د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ قطر ته د ۶ میلیارد دالرو ایراني پیسو لېږد به راتلونکې اوونۍ پیل شي.
د اعلامیې له مخې، د بندیزونو په دې بښنه کې د ایران د تېلو ملي شرکت او د ایران مرکزي بانک او نور مالي بنسټونه شته، چې د کوریا جمهوریت له حسابونو څخه د سویس او جرمني حسابونو ته اړوند کنګل شوې پیسې لېږدول کیږي او بیا له دې حسابونه قطر ته انتقالیږي.