تازه خبرونه

امریکا له ازبکستان سره د افغانستان په اړه پر ثابتې ملګرتیا خبرې وکړې

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې پر ورځ په واشنګتن کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر ولادیمیر نوروف سره وکتل او د افغانستان په ګډون یې پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړې.

دا خبرې په واشنګتن کې د امریکا او ازبکستان د ستراتیژیکو همکاریو له خبرو مخکې تر سره شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د غونډې په بهیر کې بلینکن د ازبکستان له خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او حاکمیت څخه د امریکا پر پرلپسې ملاتړ ټینګار څرګند کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي؛ دواړو لوریو د امریکا او ازبکستان پر دوامداره دوه اړخیزو اړیکو، د اوکراین او افغانستان له خلکو څخه ملاتړ، په منځنۍ آسیا کې د بدلیدونکیو ژیوپولیتیکو حالاتو او د امریکا ثابتې ملګرتیا خبرې وکړې.

بلنکن د ازبکستان له اعلان شویو اصلاحاتو هرکلی وکړ او له حکومته یې وغوښتل، چې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ساتنې، د مدني ټولنې ملاتړ، د رسنیو آزادۍ تضمین او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي په ګډون چارې په بشپړ ډول پلي کړي.

بلینکن له ازبکستان څخه د باور وړ شریک په توګه او د منځنۍ آسیا د سوکاله، خوندي او دیموکراتیکې آسیا په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره د امریکا ژمنې بیا تائید کړې.

Trending

Exit mobile version