تازه خبرونه
امریکا له اسلامي امارت څخه د امریکایي یرغمل د خوشې کولو غوښتنه وکړه
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې پر ورځ د افغانستان له اسلامي امارته وغوښتل، چې د امریکایي ځواکونو هغه وروستی امریکایي ملکي انجنیر، چې دوه کاله مخکې تښتول شوی و؛ خوشې کړي.
د امریکا د سمندري ځواکونو ۵۹ کلن مارک فریکس یو امریکایي ملکي انجنیر دی، چې په افغانستان کې یې د یوې لسیزې لپاره په پرمختیایي پروژو کې کار کړی؛ د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون له لاسلیک یوه میاشت مخکې ونیول شو او حقاني شبکې ته لېږدول شوی دی.
نن دوشنبه يې د نیولو دوه یم کال پوره شو.
بایډن څرګنده کړې: د امریکایانو یا هر بې ګناه ملکي وګړي خوندیتوب ته ګواښ د بښلو ندی او یرغمل نیول هم یو ځانګړی ظلم او ناځوانه عمل دی.
د جوبایډن د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت باید سمدستي مارک خوشې کړي. پرته له دې، چې څه وغواړي؛ ځکه دا د خبرو اترو وړ نده.
جو بایډن د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه په نامنظمه بڼه امریکایي سرتېري وایستل، چې د جمهوري غوښتونکیو، ډیموکراټانو او همدارنګه د بهرنیو متحدینو لخوا پرې نیوکې وشوې او دېر لږ وستایل شو.
د فریکس کورنۍ د امریکا پر حکومت نیوکه کړې، چې د هغه د خلاصون لپاره یې ډېر فشار رامنځته کړی ندی. تېره اوونۍ د هغه خور، شارلین کاکورا د واشنګټن پوسټ په یوه لیکنه کې له بایډن څخه د ولسمشر په توګه غوښتي، چې: مهرباني وکړئ زما ورور په افغانستان کې د یوه وروستي امریکایي یرغمل په توګه کور ته راستون کړئ.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ټویټ کړې، چې مونږ له طالبانو سره په هره ناسته کې د نوموړي د آزادولو غوښتنه کړې ده. مونږ له طالبانو( اسلامي امارته غواړو، چې هغه خوشې کړي. مونږ به د دغه انجنیرد راستنولو کار او خبرې روانې وساتو.
د امریکا او اسلامي امارت چارواکو له وتلو وروسته پر لومړي ځل د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي.
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ ویلي؛ ټاکل شوې، چې د قطر امیر د دوشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ته د انرژۍ د نړیوال امنیت په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو د خبرو لپاره له سبینې ماڼس لیدنه وکړي.
د یادونې ده، چې قطر په کابل کې د امریکا د ګټو ډیپلوماټیک استازیتوب کوي.