تازه خبرونه

امریکا له افغانانو سره د نورو ۳۰۸ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه

Published

on

امریکا په روان زېږدیز کال کې د رامنځته کېدونکي اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره له افغانانو سره د نورو ۳۰۸ میليون ډالرو بشري مرستې ژمنه په ډاګه  کړې ده.

د سې شنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر راپدیخوا یې په افغانستان او سیمه کې د افغان کډوالو لپاره نږدې ۷۸۲ میلیون ډالره بشري مرسته تر سره کړې ده.

سپینه ماڼۍ وایي، مونږ په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو ستر تمویل کوونکي یوو. سربېره پردې امریکا د افغانستان خلکو ته د کرونا ویروس یو میلیون اضافي خوراکه واکسین ورکوي، چې له دې سره به یې ټول شمېر ۴ اعشاریه ۳ میلیون خوراکه ته ورسیږي.

د دغو څرګندونو له مخې؛ د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (یو اس ای آی ډي) ويلي، چې نوې بشري مرستې به په مستقيم ډول د خپلواکو بشري ټولنو له لارې ترسره کیږي.

د امریکا د څرګندونو له مخې؛ پر دغو پیسو به د مرستندویانو لخوا افغانانو ته د خواړو، درملو، خوارځواکۍ د مخنیوي، د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې، بېړنۍ سرپناه او خوندیتوب، زدکړې او کرنیزې آسانتیاوې برابریږي.

د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او له اسلامي امارت سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې ودرولې؛ د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او د نړیوالو موسسو نغدي مرستې یې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version