تازه خبرونه
امریکا له افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده – انټوني بلینکن
(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په خپل ټویټ کې لیکلي، چې د امریکا خلک د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.
انټوني بلینکن دا څرګندونې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماریر او ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو لپاره د ملګرو ملتونو له سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټث سره په لیدنه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د امریکا خلک د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کنګل کېدو له وژونکیو پایلو خبرداری ورکړ.